IQNA

 د پاکستان حکومت له تحریک طالبان ترهه ګرې ډلې سره خبرې نه کوي

6:46 - June 07, 2023
د خبر لمبر: 3487441
د پاکستان حکومت   د دوو اړخیزو خبرواترو د بیرته پیلیدا لپاره د ټي ټي پي ترهه ګرې  ډلې غوښته رد کړه.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پی  یوه هغه وسلواله ممنوعه ډله ده چې  د اسلام اباد حکومت  او پوځ په ضد  مبارزه کوي. د پاکستان حکومت ددغې ډلې وګړي ددغه  هیواد پهش مال او شمال لویدیځي برخو کې د حکومتي امنیتی ځواکونو په ضد د ترهه ګرو اقداماتو اصلي  عوامل ګڼي.

ایکسپریس ټریبیون  خبری سایټ  په یوه راپور کې لیکلي دي ،په تیرې یوې میاشتې کې د ټي ټي پي  ترهه ګرې ډلې مسئولانو د مختلفو سرچینو او شخصي تماسونو له لارې  د اسلام اباد له حکومت سره د سولې په خبرواترو کې دبیا ګډون لپاره خپله ګروهنه اعلان کړې ده چې دغه غوښتنه د پاکستان د حکومت له خوا په زغرده رد شوې ده.

دخبرو سرچینو له قوله په دغه راپور مې ادع شوې ده چې د پاکستان حکومت او امنیتی اورګانونه له ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې یثره د مخکینیو ناکامو خبرواترو  تجروبې ته په پام سره ، ددغې ډلې بیا غوښته  رد کړې ده  او له بلاغواړو  ئې غوښتي دي له کوم قید او شرط پرته دې وسله پر مځکه کیږدي او تسلیم دې شي.

 د پاکستان یوه لوړپوړی چارواکي چې غوښتل نامه ئې ونه ښودل شي، ایکسپریس ټریبیون ته وئیلي دي، د پاکستان حکومت  پیاوړو ضمانتونو ته اړتیا لري،ځکه چې  له مضبوط ضمانت پرته  به  خبرې اترې هیڅ  معنا ونه لري.

له دې مخکې هم  د پاکستان  د ملی امنیت کمیشن  په دغه  هیواد کې د ترهه ګرو حملو د زیاتیدا په غبرګون کې  په یوې ناستې کې په د رست هیواد کې د ترهه ګرۍ په ضد دعملیاتو د دوام لپاره خپل جوت دریځ اعلان کړی او وئيلي ئې دي ، له هیڅ یوې ترهه ګرې ډلې سره به خبرې اترې ونه  کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134030

captcha